مورنۍ (قامى) ژبه كښې د تعليم ضرورت او اهميت

        ورونړو تر سو پورے به مونږ د خپلو نالائقو ليډرانو په وينا لكه دلمر پرست پشان په لمر پسې سر ګرزوو، ورونړو نن امريكه په دنيا كښې حٔان ته سُپر پاور وائۍ نو زمونږ ليډران وائى چې بچو ته انګريزۍ كښې تعليم وركړۍ چې څه ترې جوړ شى، سبا له به چين حٔان ته سُپر پاور وائى نو بيا به زمونږ بى غيرته ليډران مونږ ته وائى چې بچو ته په چينۍ ژبه كښې تعليم وركړۍ چې  څه ترے جوړ شى. ورونړو اخر تركمه پورے به زمونږ سوچ د غلامانو وى، چې چين، امريكه، روس، فرانس، جرمنى ، انډيا، بنګله ديش، ايران، اټلى، وغيره ملكونه په خپل مورنۍ (قامى) ژبه كښې تعليم    وركوى او خه خوشحاله دى نو مونږ انګريزانو پسې لكه ده لكۍ ولې انختې يو. ورونړو كه چرے مونږ خپل قام متحد، امن خوښونكې او ترقى يافته ليدل غواړو نو مونږ له پكار دې چې خپلو بچو ته په خپله مورنۍ (قامى) ژبه كښې پوره نظام تعليم وركړو. حٔكه چې يو خو په مورنۍ (قامى) ژبه كښې تعليم د قام د خپل قامى اتفاق او پيژندګلو د پاره هم ډير اهم دې، ورونړو په انسانانو كښې قامونه قبيلې د پيژندګلو د پاره دې او ژبه د هر قام د قامې شناختې كارډ حيثيت لرې. سوال اوس دلته پيدا كېږې چې الله تعالى ولې انسانان په قامونو قبيلو كى تقسيم كړى دى، رونړو څنګ  چې په يو ملك كى د مختلفو كارونو دپاره مختلفى ادارى (فوج، پوليس، تعليم، عدالتونه، وغيره وغيره) وى.هم دهغه شان دا دنيا د الله تعالى يو ملك دې او دقامونو قبيلو كردار پكښې دادارو او دادارو د څانګو پشان دے. مطلب دا قامونه ددنيا ادارے او قبيلې يې څانګې دې. او يقيناً چې څنګه په يو ملك كښې د يوے ادارے ډير اهم كردار وې، د هغه شان په دنيا كښې د قامونو كردار هم ډير زيات اهم دے فرض كۍ كه چرې په يو ملك كښې ادارى ختمى شى نو د هغه ملك د نظام به څه حال وې، ورونړو مونږ ټول انسانان د الله تعالى مخلوق يو مونږ دپاره خه داده چې الله تعالى مونږ په كوم قام (اداره) كښې پيدا كړې يو او كمه ژبه يې راكړې ده هغه ژوندئۍ اوساتو چې په خه توګه داسلام او انسانيت پكار راشوو. ورونړو مونږ ډير پښتانه وينو چې په قام به پښتون وى خو حٔان ته هندكې يا فارسى وان وغيره وائى او د خپلې ژبې او قام نه انكار كوى چې مونږ ورنه تپوس اوكړو چې وروره ستا قام، قبيله څه ده؟ وائى به چې حٔه اغوان يا پلانے پلانے يم او ژبه مې هندكو ده نو مونږ ورته وايو چې وروره ته چې حٔان ته كوم خاندان يا قبيلې وائې نو ددے خاندان يا قبيلې خو هيڅ تعلق ده هنديا د هندكۍ ژبې وغيره سره نشته كم سره چې ته حٔان تړى، نو بيا ولې ته حٔان د هنديانو يا فارسى وانو سره شميرې او د اغيار په وينا د خُل قام او ژبې خلاف د اغيارو ملاتړ كښې كه چرے په تا يې احسانات دى نو د هغې د خاطره د خپل قام او ژبې سره خو غدارى مه كوه كنه خداې ته اوګوره چې كه ته اغوان وغيره ئې نو تپوس اوكړه چې اغوان څوك دې خپله ژبه يې څه ده بيا راشه مونږ ستا د ژبې او ستاسومره قدر كوو خو خداې د پاره مونږ سره پردو ژبو دپاره دښمنى پريږده سوچ اوكړى چې حضورﷺ ولې فرمائيلى دى ” چې چا د خپل نسبت نه انكار اوكړو هغه ملعون (لعنتى) دې“. حٔكه چې هغه ته پته وه كه چرې دنيا كښې د قامونو پيژندګلو ختمه شوه نو دنيابه د يو هجوم شكل واخلى. خاندان چې د قبيلو او قامونو بنياد دى ختم به شى. حٔان حٔانى به شى. په مور پلار او ورونړو خويندو به ننګ كول ختم شى. مونږ دلته مور او پلار ته هم په كلكه وينا كول غواړو چې كه چرې تاسو غواړې چې ستاسو بچې دې نفسياتى اړخه مضبوط وى او په يو لار (فيلډ) كښې د ريسرچ لائق جوړ شى نو دوئۍ ته په خپله مورنۍ (قامى) ژبه كښې تعليم وركړې.
ستاسو ورور ډاكټر خان 0301-8968663
بلنه: ورونړوراحٔې د الله تعالى ددے ملك دادارے مضبوطولو د پاره يو حٔې شو او په يو حٔې آواز اوچت كړو چې زمونږ بچو ته دے دوئى په مورنې (قامى) ژبه كښې يو شان تعليم وركړې شى او در سركارى پرائيوټ سكولونو سليبس دې يو كړې چې مونږ كښې پوهه راشى او زمونږ سوچ يو شى. او مونږ يو متحد امن خوښونكې او ترقى يافته قام جوړ شو او د اسلام او انسانيت به خه توګه پكار راشو.