اتفاق، امن او پرمختګ د غيرت سره

پښتنو ورونړو! نور قامونه كيدے شى چې د اتفاق امن او ترقۍ د خوند نه خبر وى، خو زمونږ لر او بر پښتون قام لا تر اوسه پورې د اتفاق امن او ترقۍ د خوند نه نااشنا دى. اتفاق او امن خو صديانې اوشوې چې د پښتنو په ور نه دى ښكاره شوى او ترقى خو پښتنو لا پيژندلې هم نه ده چې آخر ترقى يا پرمختګ وائى څه ته؟ په يو خبره به پښتنو حٔان خوشحالولو چې په مونږ كښې غيرت دے خو د بدقسمتۍ د وجې نن هغه غيرت هم په وركيدو دے، تشه انا پاتې ده چې تر ننه پورې ورته مونږ پښتانه غيرت وايو. نه پوهيږم چې زمونږ سترګې به كله غړيږي، هغه د اباسين صيب يو شعر دے.
د رب د پاره پښتنو حٔانونه اوپيژنئ
ستاسو د پاره خو به حٔان له پېغمبر نه راحٔى

پښتنو چرته په حقيقت كښې خو مونږ د پيغمبر د راتلو انتظار نه كوو؟ مونږ د حٔان نه مړى ولې جوړ كړى دى؟ افسوس چې يو پښتون ورور اغيار وژنى نو بل ورته ګوري. څه څه اوژاړو؟ پته نشته چې مونږ ولې دومره زړه غورزولے دے؟ څه شو زمونږ هغه جرأت چې د سكندر غوندې بادشاهانو به ورته سلام كولو، څه شو زمونږ هغه همت چې د دِلّى تخت به ورته لاس په نامه ولاړ وو. څه شو زمونږ هغه ننګ چې په ننَواتى به مونږ خپل دښمن ،ورور جوړولو، ولې مونږ هير كړل چې مونږ د ميرويس، ابدالى او شيرشاه سورى غوندې ګنړ بادشاهان پيدا كړى دى، مونږ ولې هير كړل چې مونږ د خوشحال، رحمان بابا، باچا خان او جمال الدين غوندې ګنړ مشران پيدا كړى دى.
پښتنو بس دے سترګې اوغړوئ، تاسو نن هم د چا نه كم نه يئ، بس دے خپل حٔان او قام اوپيژنئ، په خپل مذهب حٔان پوهه كړئ، سائنس او ټيكنالوجى نه حٔان خبر كړئ، بس دے خپلو قبيلو ته قامونه وئيل پريږدئ، مونږ پښتانه يو زمونږ قام پښتون دے، بس دے د خپل مينحٔ دا جګړې ختمې كړئ، را يو حٔائ شئ چې زمونږ راتلونكى نسلونه هم د اتفاق، امن، او پرمختګ خوند واخلي.
د لر او بر پښتون يو دے. راحٔئ چې دوى ته د اتفاق، امن او ترقۍ سوچ وركړو چې په ښه توګه د اسلام او انسانيت پكار راشى.